ads

په بلخ كې د غويي په نوم د اس غوښه پلورل کېدله

د بلخ د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت پوليسو يو قصاب د غويي په نوم د اس د ۵۹۹ كيلو ګرامه غوښې د پلورلو په تور نيولى دى.

نویسنده: mayar
20 وری 1398
په بلخ كې د غويي په نوم د اس غوښه پلورل کېدله

د بلخ د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت پوليسو يو قصاب د غويي په نوم د اس د ۵۹۹ كيلو ګرامه غوښې د پلورلو په تور نيولى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، نيول شوى كس سليمان نومېږي او په لومړنيو څېړنو كې يې منلې، چې د اس غوښه يې د مزار شريف ښار په منډوي كې پلورله.
تېر كال هم امنيتي ځواكونو په مزار شريف ښار كې د خره غوښې د پلورلو په تور څو قصابان نيولي وو.
د بلخ يو شمېر اوسېدونكي د دغه ولايت د عامې روغتيا پر رياست او ښاروالۍ په نيوكې سره وايي، د مزار شريف ښار پر قصابيو جدي څار نه ترسره كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA