يو شمېر سرچينې وايي، په اسراييل کې د فلسطيني بنديانو او اسراييلي مسوولينو ترمنځ خبرې ناکامې شوي او فلسطيني بنديانو يو ځل بيا اعتصاب پيل کړی دی.
د راپورونو له مخې، وروسته له هغې، چې د اسراييل په زندانونو کې د ۱۵۰ فلسطيني بنديانو او د اسراييل د زندانونو د مسوولينو ترمنځ خبرې ناکامې شوې، زندانيانو د دوشنبې په ورځ په ريمون او نقب زندانونو کې اعتصاب له سره پيل کړ.
د دغو خبرو د ناکامۍ دليل د زندانيانو غوښتنو په ځانګړې توګه د شکنجې کمولو ته نه پاملرنه ښودل شوې ده.
د فلسطين د مقاومت ډلو فلسطيني بنديان د دې هڅې له کبله ستايلي او اسراييلو ته يې خبرداری ورکړی، چې که يو بندي هم ضايع شي، دوی به ارام کېنني.
دوی ويلي، د دغې موضوع په اړه ټول فلسطين يو موټی دی او اسراييل به سخته بيه پرې کړي.
دوی له عربي هېوادونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کړې، چې اسراييل د بنديانو په تړاو له فلسطين سره خپلو هوكړو ته متوجه کړي.


