د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پخوانى وزير عبدالرزاق وحيدي د دوشنبې په ورځ د كورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې پوليسو نيولى او زنداني شوى دى.
د دغه وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي تېر ماښام پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، وحيدي د ماليې وزارت د مرستيال په توګه د خپل ماموريت په مهال له خپل وظيفوي صلاحيته د ناوړه ګټې اخيستنې په تور نيول شوى دى.
د هغه په وينا، د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ دا پخوانى وزير د ۱۳۹۷يم لمريز كال د سلواغې مياشتې په دوهمه نېټه د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مركز د لومړنۍ محكمې لخوا په غيابي توګه په درې كلن تنفيذي بند محكوم شوى و.
بل پلو لويې څارنوالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، وحيدي همدارنګه په يوه بله قضيه كې له خپل وظيفوي موقفه د سوء استفادې په تور، چې د ماليې په وزارت كې د ده د ماموريت اړوند ده، د روان لمريز كال د وري مياشتې په ۱۸مه نېټه د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مركز د لومړنۍ محكمې له لوري محاكمه او د ۱۲۰۰۰ افغانيو په نغدي جزا محكوم شو.
دا په داسې حال كې ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ ياد پخوانى وزير د كرېډېټ كارتونو د ماليې په برخه كې د ۱۶ ميليونه افغانيو په اختلاس او په دې وزارت كې په ناقانونه ګومارنو هم تورن و، خو په درېيو محكمو كې يې برائت ترلاسه كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


