د سوډان د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مخې ته يو ځل بيا د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ كې يې يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.
پرون هم د سوډان امنيتي ځواکونو په پايتخت خرطوم کې پر هغو زرګونو کسانو بريد وکړ، چې د دې هېواد د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مخې ته د تحصن په دود راټول شوي وو، خو د پوځ سرتېرو يې مخه ونيوله او د دواړو لورو ترمنځ په نښته کې د پوځ دوه سرتېري ووژل شول.
اخوا د سوډان د جمهور رئيس لومړي مرستيال او د دفاع وزير عوض بن عوف ويلي، خرطوم به اجازه ورنه کړي، چې سوډان د شخړو او نښتو په لور لاړ شي.
ده زياته كړې، وسله وال ځواکونه د سوډان د خلکو د ارمانونو او غوښتنو په وړاندې نه درېږي او ورته درناوی لري.
سوډان د تېر ميلادي کال له ډسمبر مياشتې راهيسې د لاريونونو شاهد دی. اعتراض کوونکو په لومړيو کې په دغه هېواد کې په ورځني ژوند کې د ستونزو يادونه کوله، خو اوس بيا د جمهور رئيس عمر البشير د لرې کېدو غوښتنه کوي.


