د ملي دفاع وزارت په كندوز كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې د ۱۸ ترهګرو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا بريدونه پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې په امام صاحب ولسوالۍ كې د (اې ۲۹) الوتكو په وسيله د دښمن پر څلورو هدفونو ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، په دغو هوايي بريدونو كې د ترهګرو څلور مركزونه له منځه وړل شوي، ۱۰ تنه يې وژل شوي او اته نور يې ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، په يادو هوايي بريدونو كې يو ضرب ۸۲ ملي متري توپ او يو ميل پيكا هم له منځه وړل شوې ده.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


