د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د يوه پرېكړه ليك له مخې اعلان وكړ، چې دا ټولنه په افغانستان كې د سولې هوكړې د پلي كولو په برخه كې ضمانت وركولو ته چمتو ده.
په دې پرېكړه ليك كې، چې د دوشنبې په ورځ په لوګزامبورګ كې په يوه غونډه كې صادر شوى، ټينګار شوى، چې د سولې بهير بايد ټول شموله وي او د افغانستان حكومت يې تاييد كړي.
د اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو همدارنګه له افغان حكومت او طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره مخامخ خبرې پيل كړي او تاوتريخوالى پاى ته ورسوي.
بل پلو په داسې حال كې، چې طالبان تر دا مهاله له افغان حكومت سره مخامخ خبرو ته نه دي حاضر شوي، د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشرې فېډريكا موګېريني ويلي، چې له امريكايي چارواكو سره په ګډه د سولې د بين الافغاني مذاكراتو د پيل لپاره د زمينې پر برابرولو كار كوي.
ټاكل شوې څو ورځې وروسته د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو او افغان سياستوالو غونډه جوړه شي او د پخلاينې د رهبرۍ شورا د پرېكړې پر بنسټ به يو ګډ حكومتي پلاوى هم په كې ګډون وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


