ads

په كندوز كې يو ورزشكار په مرموزه توګه وژل شوى

د كندوز امنيتي مسوولين له امنيتي ځواكونو سره په شخړه كې د دغه ولايت د تكواندو فدراسيون د رئيس حامد د وژل كېدو خبر وركوي.
د كندوز د امنيه قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا دوه بجې د دغه ورزشكار موټر، چې روغتيايي حالت يې ښه نه و، د زراعت كوڅې په سيمه كې له سړكه اوښتى او ټكر يې كړى دى.

نویسنده: mayar
19 وری 1398

د ده په خبره، پر امنيتي سرتېرو د حامد تر بريد او هغوى ته تر نه پاملرنې وروسته پوليسو هوايي ډزې وكړې.
رحماني زياته كړه، د پوليسو د هوايي ډزو په مهال ياد ورزشكار په مرموز ډول ساه وركړه.
د هغه په وينا، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
خپلوان يې بيا د دې ورزشكار نوم كامل كريمي ښيي او ادعا كوي، چې له څو ورځو راهيسې تر امنيتي ګواښ لاندې و.
دوى وايي، كريمي نامعلومو وسله والو ترور كړى دى.
په پام كې وه دا مډال ګډونكى افغان ورزشكار ژر په يوه ورزشي سيالۍ كې د گډون لپاره اروپا ته لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA