د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو په جنوبي افريقا کې د روان ميلادي كال د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف تمرينونه پيل کړي دي.
د جنوبي افريقا تمريني کمپ ته د كركټ ۲۳ کسيزه لوبډله ټاكل شوې، چې له منځه به يې د سږني نړيوال جام سياليو ته ۱۵ کسيزه لوبډله غوره شي.
افغان لوبډله به هلته تر شاوخوا ۱۰ ورځني تمرين وروسته له ځايي لوبډلو سره شپږ تمريني لوبې هم ترسره كړي.
هغه ۱۵ افغان لوبغاړي به، چې تر تمريني كمپ وروسته غوره كېږي، د راتلونكې مې مياشتې له ۳۰مې د جولاى تر ۱۴مې نېټې د انګلستان او وېلز په کوربه توب د ۲۰۱۹م ميلادي کال د نړيوال جام په سيالو كې ولوبېږي.
افغانستان له انګلستان، اسټراليا، هند، پاکستان، سريلانكا، ويسټ انډيز، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا او بنګله دېش سره لوبې لري.
د كركټ د نړيوال جام لوبو د جوړښت پر بنسټ به هره لوبډله له پاتې نهو لوبډلې سره لوبې وكړي.