په يمن كې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف په هوايي بريدونو كې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او له ۱۰۰ زيات نور ټپيان دي.
دا خبره روغتيايي چارواكو پرون وكړه.
ياد هوايي بريدونه د يمن پر پايتخت صنعا شوي، چې د ياغيانو په كنټرول كې ده.
د روغتيا وزارت وياند يوسف الحدري وويل، ډېرى قربانيان زده كوونكي دي.
دى وايي، د صنعا د استوګنې په يوه سيمه كې پر كورونو او يوه ښوونځي بمباري شوې ده.
خو د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف په دې سيمه كې د هوايي بريدونو ترسره كول رد كړي دي.
د يمن حكومت، چې د سعودي عربستان او د هغه د پوځي متحدينو له لوري يې ملاتړ كېږي، له ۲۰۱۵م ميلادي كال راهيسې له حوثي ياغيانو سره، چې ايران يې ملاتړ كوي، پر جګړې بوخت دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


