په كندوز كې يو ورزشكار په مرموزه توګه وژل شوى

د كندوز امنيتي مسوولين له امنيتي ځواكونو سره په شخړه كې د دغه ولايت د تكواندو فدراسيون د رئيس حامد د وژل كېدو خبر وركوي.
د كندوز د امنيه قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا دوه بجې د دغه ورزشكار موټر، چې روغتيايي حالت يې ښه نه و، د زراعت كوڅې په سيمه كې له سړكه اوښتى او ټكر يې كړى دى.