په غور کې د پوليسو جسدونه او ټپيان مرکز ته نه لېږدول کېږي

د غور ولايتي چارواكي وايي، له تېرې جمعې ورځې راهيسې تراوسه له چهارسدې ولسوالۍ د عامه نظم پوليسو جسدونه او ټپيان د ولايت مركز ته لېږدول شوي نه دي.