د غور ولايتي چارواكي وايي، له تېرې جمعې ورځې راهيسې تراوسه له چهارسدې ولسوالۍ د عامه نظم پوليسو جسدونه او ټپيان د ولايت مركز ته لېږدول شوي نه دي.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي نن كليد ته وويل، په يادې ولسوالۍ كې د عامه نظم سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې دوه امنيتي سرتېري ووژل شول او شپږ تنه نور ژوبل دي.
د هغه په خبره، ټپي سرتېري ناوړه روغتيايي حالت لري او فېروزكوه ښار ته د نه لېږدولو په صورت كې به خپل ژوند له لاسه وركړي.
د غور ولايتي چارواكي له ۲۰۷ ظفر قول اردو غواړي، چې چهارسدې ولسوالۍ ته د هليكوپټر په لېږلو سره د عامه نظم پوليسو جسدونه او ټپيان د ولايت مركز ته ولېږدوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


