ads

په جلال اباد ښار کې چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو كې د ماين چاودنې د دوو پوليسو په ګډون اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
دا چاودنه نن سهار اووه بجې او ۱۰ دقيقې د پوليسو پر رېنجر موټر وشوه.

نویسنده: mayar
19 وری 1398
په جلال اباد ښار کې چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو كې د ماين چاودنې د دوو پوليسو په ګډون اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
دا چاودنه نن سهار اووه بجې او ۱۰ دقيقې د پوليسو پر رېنجر موټر وشوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، چاودنې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د مالي آمر رېنجر موټر په نښه كړى، چې له كبله يې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
نوموړي زياته كړه، په ياده چاودنه کې شپږ ملكي وګړي هم ټپيان شوي دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په روانه اونۍ کې پنځمه چاودنه ده، چې په جلال اباد ښار كې ترسره كېږي.
تر دې مخكې شويو څلورو چاودنو هم ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA