د ملي دفاع وزارت وايي، د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د دوهم پړاو عملياتو له پيل راهيسې ۱۳۴ وسله والو طالبانو او ۴۶ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت نن له غرمې وړاندې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، هلته د افغان ځواكونو په ځمكنيو او هوايي بريدونو كې په تېرو ۴۸ ساعتونو كې ۹۹ طالبان وژل شوي او ۳۵ تنه نور ژوبل دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د بالامرغاب ولسوالۍ په نښتو كې اته د ملي اردو سرتېري او څلور پوليس هم وژل شوي، ۱۰ د ملي اردو سرتېري او ۲۴ پوليس ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، له ترهګرو د پاکولو په هدف په يادې ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو تصفيوي عمليات په شدت سره دوام لري.
د بادغيس پر بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو تر بريد وروسته شاوخوا يوه اونۍ كېږي، چې په دې ولسوالۍ كې نښتې روانې دي او دا ډله افغان سرتېرو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


