طالبان: د دوحې په غونډه كې به د افغان حكومت استازي ګډون ونه لري

كه څه هم د پخلاينې د رهبرۍ شورا وايي، د قطر د پايتخت دوحې په غونډه كې به يو ګډ حكومتي پلاوى ګډون وكړي، خو طالبانو ويلي، په دې غونډه كې به، چې د روانې ميلادي مياشتې په نيمايي كې جوړېږي، د افغانستان د حكومت په استازيتوب هېڅوك ګډون ونه لري.