كه څه هم د پخلاينې د رهبرۍ شورا وايي، د قطر د پايتخت دوحې په غونډه كې به يو ګډ حكومتي پلاوى ګډون وكړي، خو طالبانو ويلي، په دې غونډه كې به، چې د روانې ميلادي مياشتې په نيمايي كې جوړېږي، د افغانستان د حكومت په استازيتوب هېڅوك ګډون ونه لري.
د طالبانو لخوا كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، كه د افغان حكومت اړوند څوك په ياده غونډه كې حضور ولري، ګډون به يې شخصي وي او خپل شخصي نظر به وړاندې كوي.
د سرچينې په وينا، د دوحې بين الافغاني غونډه د سولې مذاكراتو كومه ناسته نه ده او ګډونوال به يې يوازې خپل نظرونه او پاليسۍ په كې بيان كړي او خپل دريځونه به تر نورو ورسوي.
سرچينې د يادې غونډې هدف د سولې راتګ او د بېلابېلو لوريو د نظرونو تبادله ښودلې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې د روانې اونۍ د چهار شنبې په ورځ قطر ته د سولې د تلونکي مرکچي پلاوي د ترکيب او صلاحيتونو او مسووليتونو په اړه پرېكړه وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


