د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ليدلي او بېرته واشنګټن ته ستون شوى دى.
په كابل كې د امريكا سفارت تېره شپه په يوه خبرپاڼه كې ويلي، خليلزاد له جمهور رئيس غني او ځينو نورو افغان سياستوالو سره خبرې وكړې، چې د قطر د پايتخت دوحې په راتلونكې بين الافغاني غونډه كې ګډ هدفونه څه ډول وړاندې شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي پر خپله ټويټر پاڼه هم ليكلي، چې د سولې مذاكراتو اړوند مسايلو په تړاو د افغان حكومت او سياسيونو له وروستۍ اجماع خوښ دى او راتلونكې اونۍ به يو پراخ ټيم په دوحه له طالبانو سره وغږېږي.
د يادونې وړ ده، چې دا د سولې په تړاو دوهمه بين الافغاني غونډه ده.
لومړۍ يې په مسكو كې جوړه شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


