ads

افغان حکومت او سياسيون له يوه واحد نظر سره د دوحې په غونډه کې ګډون کوي

اجرائيه رياست وايي، د ملي يووالي حكومت، د هېواد سياستوال او د ټولنې نور اقشار به له يوه واحد نظر سره د قطر د پايتخت دوحې په غونډه كې ګډون وكړي.

نویسنده: mayar
19 وری 1398
افغان حکومت او سياسيون له يوه واحد نظر سره د دوحې په غونډه کې ګډون کوي

اجرائيه رياست وايي، د ملي يووالي حكومت، د هېواد سياستوال او د ټولنې نور اقشار به له يوه واحد نظر سره د قطر د پايتخت دوحې په غونډه كې ګډون وكړي.
د دې رياست وياند امېد ميثم نن كليد ته وويل، د سولې په تړاو په تېرو غونډو كې د سولې مذاكراتو لپاره واحده اجماع موجوده نه وه او دا ځل د حكومت استازي او د هېواد سياسيون له يوه واحد نظر سره له طالبانو سره خبرو ته كېني.
خو طالبانو ويلي، د دوحې په غونډه كې به، چې د روانې ميلادي مياشتې په نيمايي كې جوړېږي، د افغانستان د حكومت په استازيتوب هېڅوك ګډون ونه لري.
د طالبانو لخوا كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، كه د افغان حكومت اړوند څوك په ياده غونډه كې حضور ولري، ګډون به يې شخصي وي او خپل شخصي نظر به وړاندې كوي.
په ورته وخت كې پاکستاني رسنۍ وايي، د قطر د حکومت چارواکو له طالبانو ډاډ اخيستی، چې په دوحه کې به د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرو ته کېني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA