ads

په ميدان وردګ كې وسله والو طالبانو خپلمنځي نښته کړې

په ميدان وردګ كې په خپلمنځي جګړه كې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
په ميدان وردګ كې وسله والو طالبانو خپلمنځي نښته کړې

په ميدان وردګ كې په خپلمنځي جګړه كې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، دا جګړه تېره شپه د كوټه عشرو سيمې په شهبازخېلو كلي كې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، د يادې جګړې په ترڅ كې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې د پېښې د علت په تړاو څه نه دي ويل شوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA