ads

افغان لوبغاړي د جوجيتسو په نړيوالو سياليو كې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

د افغانستان د جوجيتسو ملي لوبډلې غړي حسين بخش صفري په هند كې د دې لوبې په نړيوالو سياليو كې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
افغان لوبغاړي د جوجيتسو په نړيوالو سياليو كې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

د افغانستان د جوجيتسو ملي لوبډلې غړي حسين بخش صفري په هند كې د دې لوبې په نړيوالو سياليو كې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل.
ده د ۶۲ كيلو ګرامه وزن په دوو كټګوريو كې خپل دوه سيالان مات او د سرو زرو دوه مډالونه يې ترلاسه كړل.
د جوجيتسو نړيوالې لوبې د روانې كب مياشتې په ۱۶مه نېټه د هند په چيناى ښار كې پيل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې حسين بخش صفري دوه كاله وړاندې هم په اسيايي المپيكي سياليو كې وتوانېد، چې د افغانستان د ورزشي كاروان د سرو زرو يوازينى مډال خپل كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA