ads

کينزي: واشنګټن د کابل ستراتېژيک همکار دی

د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ نوى قوماندان جنرال مک کينزي وايي، واشنګټن د افغانستان د حكومت ستراتېژيک همکار دى او کوښښ به وکړي، چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمويل او تجهيز په برخو کې زيات تمرکز وکړي.

نویسنده: mayar
18 وری 1398

نوموړي دا څرګندونې پرون ماسپښين په كابل كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ليدنه كې دواړو لوريو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، سيمه ييزو مسايلو او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تمويل او تجهيز په تړاو بحث او خبرې وکړې.
په خبرپاڼه كې راغلي، جمهور رئيس غني په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امريکا د همکاريو قدرداني او جنرال مک کينزي ته يې په نوي ماموريت کې د بريا هيله وکړه.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا او طالبانو استازي څو وارې له افغانستانه د امريكايي سرتېرو د وتلو پر څرنګوالي او مهالوېش غږېدلي او د دواړو خواوو په وينا، په دې برخه كې پرمختګ شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA