ads

په وينزويلا کې د مادورو په ضد لاريونونه روان دي

په وينزويلا کې د برېښنا او اوبو له څو اونيزې پرچاوۍ وروسته لسګونه زره کسان د نيكولاس مادورو په مشرۍ د حکومت په ضد او د اپوزيسيون په پلوۍ لارو کوڅو ته راوتلي او لاريونونه کوي.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
په وينزويلا کې د مادورو په ضد لاريونونه روان دي

په وينزويلا کې د برېښنا او اوبو له څو اونيزې پرچاوۍ وروسته لسګونه زره کسان د نيكولاس مادورو په مشرۍ د حکومت په ضد او د اپوزيسيون په پلوۍ لارو کوڅو ته راوتلي او لاريونونه کوي.
د وينزويلا اوسېدونکي، چې د اوبو له کمښت، د برېښنا له پرچاوۍ او روغتيايي او خوراکي خدمتونو ته له کم لاسرسي سره مخ دي وايي، شته بحران په وروستيو کې لوی شوی او دوی له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د وينزويلا د اپوزيسيون مشر خوان ګوايدو، چې ځان يې خپله د دغه هېواد جمهور رئيس هم اعلان کړی، له لاريون کوونکو وغوښتل، چې د نيکولاس مادورو د لرې کولو لپاره د لاريونونو يوه نوې څپه پيل کړي.
د لاريون كوونكو په خبره، اوبه او برېښنا نه لري او مادورو هم بايد لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA