ads

په هېواد كې د وروستيو سېلابونو له كبله ۱۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو كې د دولت وزارت وايي، د روانې وري مياشتې له پيله تراوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو كې راوتلو سېلابونو ۷۱ تنه وژلي او ۴۰ نور يې ټپيان كړي دي.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
په هېواد كې د وروستيو سېلابونو له كبله ۱۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو كې د دولت وزارت وايي، د روانې وري مياشتې له پيله تراوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو كې راوتلو سېلابونو ۷۱ تنه وژلي او ۴۰ نور يې ټپيان كړي دي.
د دې وزارت د مرستيال وياند حشمت خان بهادري په وينا، د هېواد په شمال او لوېديځ كې د وروستيو سېلابونو له كبله ۱۴ تنه ورك شوي هم دي.
د هغه د لومړنيو معلوماتو له مخې، تر دا مهاله د سېلابونو په ترڅ كې د استوګنې ۱۸۶۸ كورونه په بشپړ ډول او ۶۸۲۱ نور په نسبي توګه ويجاړ شوي دي.
د بهادري په خبره، په ياده موده كې ۳۷ څاګانې، نهه كارېزونه، ۹۶۲ دوكانونه، ۴۷ پلونه، ۲۹ پلچكونه، ۲۲۴ كيلو مټره سړك، يو جومات، دوه ښوونځي، ۱۲ كيلو مټره كانال او د اوبو درې بندونه هم تخريب شوي دي.
د موسمي بارانونو له كبله هرات، فارياب، بادغيس، بلخ، جوزجان، سرپل، غور، بدخشان، تخار، بغلان او سمنګان ولايتونه د سختو سېلابونو شاهدان وو.
طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو كې د دولت وزارت ويلي، له سېلاب ځپلو كورنيو سره د مرستندويه بنسټونو په همكارۍ د خوراكي او غيرې خوراكي توكو مرستې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA