ads

په بالامرغاب کې ۵۷ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وشوه

د ملي دفاع وزارت وايي، د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
په بالامرغاب کې ۵۷ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وشوه

د ملي دفاع وزارت وايي، د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا هوايي بريدونه د بالامرغاب ولسوالۍ پر اكازايي سيمې او امنيه قوماندانۍ شوي، چې په ترڅ كې يې ۳۵ طالبان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ژوبل دي.
د سرچينې په وينا، په يادو هوايي بريدونو كې د طالبانو ۳۵ عرادې موټرونه او يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د بادغيس پر بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو تر بريد وروسته له تېرو څو ورځو راهيسې هلته جګړه روانه ده او امنيتي ځواكونه تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې هغوى له سيمې شاتګ ته اړ كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA