د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو يهودانو د ټلوالې په نوم يوې کلنۍ غونډې ته په خبرو کې د بهرني سياست او د ايران له اټومي تړونه د وتلو په تړاو خبرې کړې دي.
نوموړي ويلي، تېر کال يې امريکا د تاريخ له يوه خطرناک او يو اړخيز تړونه، چې د ايران اټومي تړون و، وايستله.
د ټرمپ په باور، ايران غوښتل اسراييليان ووژني او هېواد يې له منځه يوسي.
د امريكا جمهور رئيس زياته کړې، دوی پر ايران تر ټولو سخت بنديزونه لګولي او ايران نور هغه هېواد نه دی، چې واک ته د ده د رسېدو په وخت و.
ټرمپ په دې غونډه کې د متحدو ايالتونو له لوري د جولان پر لوړو د اسراييلي حاکميت د رسميت پېژندلو په اړه هم خبرې کړي او هغه يې خورا ښه اقدام او خپل برياليتوب بللى دى.


