ads

عبدالله: په روان کال کې دوه مهم لومړيتوبونه په مخکې دي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، له طالبانو سره سوله او د جمهوري رياست ټاكنې د روان لمريز كال دوه مهم لومړيتوبونه دي، چې دواړه به هممهاله تعقيب شي.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
عبدالله: په روان کال کې دوه مهم لومړيتوبونه په مخکې دي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، له طالبانو سره سوله او د جمهوري رياست ټاكنې د روان لمريز كال دوه مهم لومړيتوبونه دي، چې دواړه به هممهاله تعقيب شي.
ده تېره ورځ په اردن كې د منځني ختيځ او شمالي افريقا په اړه د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه كې خبريالانو ته وويل، په تېرو ۱۸ كلونو كې په افغانستان كې د ښوونې او روزنې، بشري حقونو، د ښځو حقونو، مدني ټولنې او خصوصي سكټور په برخو كې پراخ بدلونونه رامنځه شوي، چې بايد خوندي وساتل شي.
عبدالله د دې په څرګندولو سره، چې طالبان، القاعده شبكه او داعش ډله د افغانستان د جګړې مثلث دي، هيله وښوده، چې له طالبانو سره د سولې هوكړه په هېواد كې ۴۰ كلنې جګړې ته د پاى ټكى كېږدي.
اجرائيه رئيس همدارنګه هيله څرګنده كړه، د جمهوري رياست ټاكنې، چې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره كېږي، له تېرو ټاكنو ښې وي.
عبدالله اردن ته د خپل سفر په مهال د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انټونيو ګوترېش، د اردن له پاچا دوهم عبدالله او د دغه هېواد له لومړي وزير عمر احمد منيف رزاز سره ليدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو ورسره غږېدلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA