ads

د پخلاينې د رهبرۍ شورا لومړنۍ غونډه جوړه شوه

د سولې د مذاكراتي ټيم د غړو د ټاكلو او د قطر د پايتخت دوحې د غونډې د ګډونوالو او اجنډا په اړه د پرېكړې په هدف د پخلاينې د رهبرۍ شورا لومړنۍ غونډه نن په كابل كې جوړه شوه.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
د پخلاينې د رهبرۍ شورا لومړنۍ غونډه جوړه شوه

د سولې د مذاكراتي ټيم د غړو د ټاكلو او د قطر د پايتخت دوحې د غونډې د ګډونوالو او اجنډا په اړه د پرېكړې په هدف د پخلاينې د رهبرۍ شورا لومړنۍ غونډه نن په كابل كې جوړه شوه.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې غونډه كې وويل، دا شورا د هېواد له جهادي او سياسي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو له استازو سره د مشورو په پايله كې جوړه شوې ده.
نوموړي د پخلاينې د رهبرۍ شورا له غړو وغوښتل، چې د سولې په مذاكراتي ټيم كې هغو كسانو ته د غړيتوب له وركولو ډډه وكړي، چې د نظام او د تېرو ۱۸ كلونو د لاسته راوړنو په ضد څرګندونې كوي.
جمهور رئيس غني وايي، بايد ډاډ حاصل شي، چې ياد ټيم كولاى شي د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او د هېواد د نورو مطرح اقشارو استازيتوب وكړي.
بايد وويل شي، چې نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه امريكا تل د ملي يووالي له حكومته غوښتي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره يو قوي او ټول شموله مذاكراتي ټيم جوړ كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA