ads

د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ يو ځل بيا په كابل كې د پاکستان د سفارت د مستشار په احضارولو سره د دغه هېواد د لومړي وزير عمران خان پر څرګندونو اعتراض وکړ.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ يو ځل بيا په كابل كې د پاکستان د سفارت د مستشار په احضارولو سره د دغه هېواد د لومړي وزير عمران خان پر څرګندونو اعتراض وکړ.
عمران خان وړمه ورځ په خيبر پښتونخوا ايالت كې د وينا په مهال وويل، په افغانستان كې د لنډ مهاله حكومت د رامنځته كېدو په اړه د ده څرګندونې د ورورولۍ يوه مشوره ده او بايد د دې هېواد په كورنيو چارو كې مداخله تعبير نه شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، وروسته له دې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد د لومړي وزير عمران خان پخوانۍ څرګندونې په داسې ډول تفسير کړې، چې ګواكې د هغه د څرګندونو په اړه ناسم تفاهم رامنځته شوى، افغانستان په دې اړه د پاکستان دا توضېح ومنله او افغان سفير يې بېرته د خپلو کارونو د دوام لپاره اسلام اباد ته ولېږه.
د خبرپاڼې پر بنسټ، افغانستان د عمران خان وروستۍ خبرې په خپلو کورنيو چارو کې ښکاره او څرګنده لاسوهنه او د نوموړي مخکېني دريځ ته ورګرځېدل بولي او د پاكستان له حكومته په دې تړاو د وضاحت او روڼتيا غوښتنه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA