ads

دانش: د کانونو د ناقانونه کيندنې مخه دې ونيول شي

د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د هېواد د كانونو اقتصادي ارزښت تريليونونه ډالره اټكل شوى، خو حكومت نه دى توانېدلى، چې د دغو كانونو د كيندلو او ترې د ګټې اخيستې لپاره يوه دايمي ستراتېژيكه پالېسي جوړه او پلې كړي.

نویسنده: mayar
18 وری 1398

هغه نن په ارګ كې د كانونو په ملي كنفرانس كې، چې د ځمك پېژندونكو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په هدف جوړ شوى و، د هېواد كانونه ملي پانګه وبلله او ويې ويل، حكومت مكلف دى، چې د كانونو د استخراج لپاره مواصلاتي زېربناوې او امن چاپېريال برابر كړي، ترڅو پانګه وال وكولاى شي په ډاډ سره په دې برخه كې پانګونه وكړي.
دانش د دې په څرګندولو سره، چې په هېواد كې د كانونو د كيندلو لپاره لازم طرفيت موجود نه دى، له خصوصي سكټور څخه وغوښتل، چې په دغه برخه كې پانګونه وكړي او اجازه ورنه كړي، چې دا ملي پانګه د ترهګرو او نورو لخوا چور شي.
د ترسره شويو څېړنو له مخې، په افغانستان كې ۱۴۰۰ ډوله منرالونه او كاني ډبرې موجودې دي، چې ترې د ګټې اخيستنې په صورت كې به دا هېواد د سيمې په يوه بډايه هېواد بدل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA