ads

ايران عراق ته خبرداری ورکړ

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي عراق ته خبردارى وركړى، چې په دغه هېواد كې د امريكايي سرتېرو حضور به ناوړې اغېزې ولري.

نویسنده: mayar
18 وری 1398
ايران عراق ته خبرداری ورکړ

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي عراق ته خبردارى وركړى، چې په دغه هېواد كې د امريكايي سرتېرو حضور به ناوړې اغېزې ولري.
ده پر ټويټر له خپل ګاونډي هېواد عراق څخه غوښتي، چې امريكايي ځواكونه ژر له خپلې خاورې بهر كړي.
خامنه يي تر دې وړاندې د شنبې په ورځ په تهران كې د عراق له لومړي وزير عادل عبدالمهدي سره وكتل.
متحده ايالات په عراق كې څه باندې ۵۰۰۰ سرتېري لري، چې تر ډېره د عراقي ځواكونو پر روزنې بوخت دي.
مخكې واشنګټن له بغداده غوښتي و، چې د انرژۍ له پلوه د خپلواكۍ لپاره له امريكايي شركتونو سره شراكت وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA