د پكتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې دوه ماين ښخوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا پېښه تېر ماښام د احمدخېلو ولسوالۍ د موشکې سيمې په جومات كې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، يادو كسانو غوښتل په دې جومات كې ماين چمتو او بيا يې په عامه سړك كې ځاى پر ځاى كړي، چې د خپل ماين ښكار او ووژل شول.
بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د دولت يو شمېر وسله والو مخالفينو ته د خپلو ماينونو په چاودنو كې مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


