ads

په كندهار كې د دولت شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي ځواكونو د كندهار په ژېړۍ ولسوالۍ كې د دولت شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
17 وری 1398
په كندهار كې د دولت شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي ځواكونو د كندهار په ژېړۍ ولسوالۍ كې د دولت شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي وياند عزيز احمد عزيزي كليد ته وويل، مخالفينو غوښتل تېره شپه ناوخته د ژېړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو كې ماينونه ښخ كړي، خو امنيتي ځواكونو يې مخه ونيوله او د دواړو لورو ترمنځ جګړه وشوه.
د هغه په وينا، په دې جګړه كې درې وسله وال ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
عزيزي د جګړې په مهال د درېيو ملي پوليسو ټپي كېدل هم تاييد كړل.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA