د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په مركز او درېيو ولسواليو كې په جګړو او عملياتو كې ۱۳ پوليسو او د دولت شاوخوا ۲۹ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، تېره شپه د غزني د مركز او خواجه عمري او زنه خان ولسواليو په مربوطاتو كې د جګړو په ترڅ كې شپږ پوليس وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره، د دغو جګړو په مهال د دولت شپږ وسله وال مخالفين هم وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
نوري زياته كړه، تېره شپه د غزني په ګيلان ولسوالۍ كې د افغان ځانګړو ځواكونو په عملياتو كې د دولت شاوخوا ۲۰ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ده په وينا، امنيتي ځواكونو د يادو عملياتو په ترڅ كې ۲۰ ميله وسلې ترلاسه كړي او شاوخوا ۵۰ كړۍ ماينونه يې كشف او له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې په غزني كې يې يوه امنيتي پوسته نيولې او په دوو نورو پېښو كې يې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


