ads

په جلال اباد ښار كې درېيو چاودنو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د ۴۰ متره سړک په مربوطاتو کې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې او ۲۰ دقيقې د پوليسو د پلټنې مرکز ته نېږدې دوه پرله پسې چاودنې شوي، چې له كبله يې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
17 وری 1398

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په دې چاودنو كې درې ملكي وګړي وژل شوي، اته امنيتي سرتېري او ۱۱ ملكي وګړي ټپيان دي.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند د اطفايې امريت ته څېرمه د سرحدي ځواكونو پر رېنجر موټر د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو چاودنه شوې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په دې چاودنه كې دوه سرحدي سرتېري ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د يادو پېښو مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA