د كورنيو چارو وزارت ځانګړو پوليسو په بلخ كې ۳۴ نامسووله وسله وال كسان له يوه اندازه وسلو، پوځي تجهيزاتو او ناقانونه وسايطو سره يو ځاى نيولي دي.
د دغه وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، ځانګړو پوليسو دا كسان په مزار شريف ښار او د دې ښار په وردوي څلور لارو كې د تالاشۍ په مهال ونيول.
د هغه په وينا، يادو ځواكونو ۱۷ ميله وسلې له ۱۰۰ عدده له مرميو ډكو شاجورونو سره، ۱۷ ثوبه پرتلې، يوه پايه مخابره او ۱۳ عرادې بېلابېل ډوله وسايط ترلاسه كړي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې هېوادوال په ښارونو كې د نامسووله وسله والو كسانو له شتونه سر ټكوي او وايي، دغه كسان په ناامنيو كې لاس لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


