په بادغيس كې د دولت ۵۰ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

د ملي دفاع وزارت د بادغيس په اب كمري ولسوالۍ كې د دولت ۵۰ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، تېره شپه په اب كمري ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترهګرو ترمنځ سخته جګړه وشوه.