د ملي دفاع وزارت د بادغيس په اب كمري ولسوالۍ كې د دولت ۵۰ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، تېره شپه په اب كمري ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترهګرو ترمنځ سخته جګړه وشوه.
د سرچينې په خبره، په دې جګړه كې د دولت ۲۰ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د وسله والو ترهګرو جسدونه د هغوى له موټر سايكلونو او وسايطو سره يو ځاى د جګړې په ډګر كې پاتې دي.
خو وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې د اب كمري ولسوالۍ ودانۍ يې نيولې، ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او زياته اندازه وسلې او پوځي تجهيزات يې ترلاسه كړي دي.
د ملي دفاع وزارت بيا د يادې ولسوالۍ د سقوط ادعا رد كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


