د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د منځني ختيځ او شمالي افريقا په اړه په نړيوالې اقتصادي غونډه كې د ګډون لپاره اردن ته رسېدلى دى.
اجرائيه رياست نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، عبدالله به پر يادې غونډې سربېره د افغانستان، افراطيت او سولې او پخلاينې ته د رسېدو د لارو په تړاو په څو نورو غونډو كې هم ګډون او ويناوې وكړي.
د سرچينې په وينا، اجرائيه رئيس به د منځني ختيځ او شمالي افريقا په اړه د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه كې د اردن له پاچا دوهم عبدالله، د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انتونيو ګوتيرش، د اردن له لومړي وزير، د نړيوالو سازمانونو له رئيسانو، د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له لوړ رتبه استازو او نړيوالو شخصيتونو سره وګوري.
دا غونډه نن او سبا د څه باندې ۱۰۰۰ سوداګرو، سياستوالو او د حكومتونو، نړيوالو بنسټونو او مدني ټولنو د استازو په ګډون د اردن په بحرالميت كې ترسره كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


