ads

رسولي: تېر كال په هېواد كې د تښتونې ۲۳۸ قضيې وڅېړل شوې

لويه څارنوالي وايي، په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په هېواد كې د تښتونې ۲۳۸ قضيې څېړل شوي او په تړاو يې محكمو ۴۹۴ تنه په سزا محكوم كړي دي.

نویسنده: mayar
17 وری 1398
رسولي: تېر كال په هېواد كې د تښتونې ۲۳۸ قضيې وڅېړل شوې

لويه څارنوالي وايي، په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په هېواد كې د تښتونې ۲۳۸ قضيې څېړل شوي او په تړاو يې محكمو ۴۹۴ تنه په سزا محكوم كړي دي.
د دې ادارې وياند جمشېد رسولي نن په يوه خبري غونډه كې وويل، له ۱۳۹۵يم تر۱۳۹۷يم لمريز كاله د تښتونې ۵۷۴ قضيې څېړل شوي او په تړاو يې ۱۰۳۳ تنو ته سزاوې اورول شوې دي.
د نوموړي په خبره، د دغو كسانو له ډلې ۳۷ تنه په اعدام محكوم شوي، څلورو كسانو ته له ۲۲ تر ۲۸ كلونو او ۵۹ نورو ته د ۲۰ كلونو بند سزا اورول شوې ده.
رسولي زياته كړه، له دې وروسته د تښتونې قضيې د جمهوري رياست مقام د بښنې په فرمانونو كې نه شاملېږي او همدارنګه د تښتونې هغه پېښې به، چې قتل په كې كېږي، د كورني او بهرني امنيت په ضد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ له لوري څېړل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA