ads

داودزى: د سولې مشورتي لويې جرګې ته چمتووالى نيول شوى

د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو كمېسيون وايي، د راتلونكې غويي مياشتې په نهمه نېټه د دې جرګې د پيلولو لپاره چمتووالى نيول شوى دى.

نویسنده: mayar
17 وری 1398
داودزى: د سولې مشورتي لويې جرګې ته چمتووالى نيول شوى

د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو كمېسيون وايي، د راتلونكې غويي مياشتې په نهمه نېټه د دې جرګې د پيلولو لپاره چمتووالى نيول شوى دى.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي، چې د ياد كمېسيون مشري هم پر غاړه لري، نن يوې خبري غونډې ته وويل، د مشرانو جرګې او د ولايتي شوراګانو غړي او همدارنګه د ولسي جرګې نوي غړي د سولې مشورتي لويې جرګې په ګډونوالو كې شامل دي.
ده زياته كړه، ټاكل شوې سبا د دوحې د غونډې د وخت په تړاو د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، افغان حكومتي چارواكو او سياسي څېرو ترمنځ مشورتي غونډه وشي.
په پام كې وه، چې د سولې مشورتي لويه جرګه د تېرې كب مياشتې په وروستۍ اونۍ كې جوړه شي، خو د تخنيكي او موسمي ستونزو له كبله د راتلونكې غويي مياشتې نهمې نېټې ته وځنډول شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA