د امريكا حكومت پلان لري، چې په ۲۰۲۰م ميلادي كال كې په افغانستان كې د خپلو ډيپلوماټانو شمېر ۵۰ فيصده را كم كړي.
فارن پاليسي خپرونې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د يوه مهم چارواكي له قوله، چې نه غواړي نوم يې وښودل شي، راپور وركړى، چې امريكا نه شي كولاى خپلې ټولې پيسې په عراق او افغانستان كې مصرف كړي، له همدې كبله په منځني ختيځ او جنوبي اسيا كې د امريكايي سرتېرو په كمولو سره به پر افغانستان سربېره په عراق كې هم د امريكايي ډيپلوماټانو شمېر كم شي.
په همدې حال كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي، چې د تلپاتې سولې د ټينګېدو له لارې د افغانستان د جګړې پاى ته رسول او له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمركز د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په كاري لومړيتوبونو كې ځاى لري.
د يادونې وړ ده، چې په كابل او بغداد كې د امريكا سفارتونه د دې هېواد له نورو سفارتونو د زيات لګښت لرونكي دي.


