ads

افغان حكومت د عمران خان د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

د ملي يووالي حكومت په افغانستان كې د پاكستان د لومړي وزير عمران خان د لنډ مهاله حكومت د رامنځته كېدو مشورې په غبرګون كې هيله څرګندوي، چې نوموړى له دا ډول څرګندونو لاس واخلي.

نویسنده: mayar
17 وری 1398
افغان حكومت د عمران خان د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

د ملي يووالي حكومت په افغانستان كې د پاكستان د لومړي وزير عمران خان د لنډ مهاله حكومت د رامنځته كېدو مشورې په غبرګون كې هيله څرګندوي، چې نوموړى له دا ډول څرګندونو لاس واخلي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي نن كليد ته وويل، كه څه هم عمران خان په دې تړاو پر خپلو پخوانيو خبرو ټينګار نه دى كړى، خو په افغانستان كې د لنډ مهاله حكومت د جوړېدو مشوره يې هم د دغه هېواد په كورنيو چارو كې مداخله ده.
هغه هيله څرګنده كړه، چې د پاكستان لومړى وزير دا ډول څرګندونې پرېږدي او افغانستان ته د يوه خپلواك او ګاونډي هېواد په توګه درناوى وكړي.
عمران خان د جمعې په ورځ په خيبر پښتونخوا ايالت كې د وينا په مهال وويل، په افغانستان كې د لنډ مهاله حكومت د رامنځته كېدو په اړه د ده څرګندونې د ورورولۍ يوه مشوره ده او بايد د دغه هېواد په كورنيو چارو كې مداخله تعبير نه شي.
نوموړي څو وارې په افغانستان كې د لنډ مهاله حكومت پر رامنځته كېدو ټينګار كړى، چې د افغان حكومت توند غبرګون يې را پارولى دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت څه موده وړاندې د پاكستان د لومړي وزير د دا ډول څرګندونو په غبرګون كې له اسلام اباده خپل سفير كابل ته را وغوښت او همدارنګه يې دلته د پاكستان مرستيال سفير احضار كړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA