په كندهار كې په يوه موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو چاودنې دوه ملكي وګړي ټپيان كړل.
د دغه ولايت د والي وياند عزيز احمد عزيزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې وروسته د كندهار ښار د دوهمې ناحيې په مربوطاتو كې شوې ده.
دى وايي، په دې پېښه كې دوه ملكي وګړي سطحي ټپيان شوي دي.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


