د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ كې پر اى خانم بندر د دولت د وسله والو مخالفينو په بريد كې درې امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه پر اى خانم بندر بريد وكړ، چې تر شاوخوا ۴۵ دقيقه يي جګړې وروسته دا بريد د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شو.
د هغه په وينا، په جګړه كې درې افغان سرتېري ووژل شول او اتو وسله والو ته هم مرګ ژوبله واوښته.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


