په بالامرغاب كې جګړه لا هم روانه ده

امنيتي ارګانونه د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې پر وسله والو طالبانو د هوايي او ځمكنيو بريدونو د دوام خبر وركوي.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، امنيتي او دفاعي ځواكونو د ولسوالۍ شاوخوا كليدي پوستې نيولي او طالبان د ولسوالۍ له اطراف څخه د تېښتې په حال كې دي.