امنيتي ارګانونه د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې پر وسله والو طالبانو د هوايي او ځمكنيو بريدونو د دوام خبر وركوي.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، امنيتي او دفاعي ځواكونو د ولسوالۍ شاوخوا كليدي پوستې نيولي او طالبان د ولسوالۍ له اطراف څخه د تېښتې په حال كې دي.
په ورته وخت كې د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين نن له غرمې وروسته وويل، په بالامرغاب ولسوالۍ كې پر طالبانو د هوايي او ځمكنيو بريدونو په ترڅ كې دې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، افغان سرتېري هلته د پرمختګ په حال كې دي او د هېواد د خلكو دښمنان به وځپل شي.
بلخوا د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بېګ كليد ته وويل، په بالامرغاب ولسوالۍ كې د درې ورځنۍ جګړې په مهال شاوخوا ۵۰ افغان سرتېري وژل شوي، ټپيان شوي او يا هم طالبانو نيولي دي.
بل پلو وسله وال طالبان وايي، نن سهار يې د بالامرغاب ولسوالۍ ودانۍ تر بريد لاندې راوستې، چې له كبله يې پنځه افغان سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
طالبانو همدارنګه ادعا كړې، چې ۱۸ امنيتي سرتېري ورته تسليم شوي دي.


