د ملګرو ملتونو سازمان وايي، له ۱۹۷۸يم ميلادي كاله تر ۲۰۱۷م كال پورې ماين چاودنو په افغانستان كې ۳۰۹۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه سازمان د ماينونو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپاره كړي راپور كې ويلي، په يادو كلونو كې په افغانستان كې ماين چاودنو ۷۴۵۶ تنه وژلي او ۲۳۵۲۴ نور يې ټپيان كړي دي.
د سرچينې په خبره، يوازې په ۲۰۱۷م ميلادي كال كې د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د ماينونو د چاودنو له كبله د ۱۲۷۰ ماشومانو په ګډون ۲۳۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د سازمان په وينا، له ماينونو د افغانستان د پاكولو لپاره ۹۵ ميليون ډالره بوديجې ته اړتيا ده.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د هېواد شاوخوا ۱۷۰۰ كيلو مټره ځمكه په ماينونو او نورو چاودېدونكو توكو ككړه ده، چې له كبله يې هره مياشت لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


