په افغانستان او پاکستان کې د امريکا يو شمېر پخواني سفيران په افغانستان کې سوله د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په مرستې سره ممکنه بولي او وايي، دا كار به په سيمه كې هم د امن ټينګېدو سبب شي.
دوى، چې د پنجشنبې په ورځ د واشنګټن په جان هاپکنز پوهنتون كې سره را غونډ شوي وو، د افغانستان او سيمې پر مسايلو خبرې وكړې.
په پاکستان کې د امريکا پخواني سفير او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي ريچارډ اولسن وويل، پاكستان د سولې خبرو په پروسه کې مرسته کړې او نور سيمه ييز هېوادونه هم غواړي، چې امريکا له سيمې ووځي.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا د برخې مرستيال هنري انشور د سولې له هوکړې او د امريکايي ځواکونو تر ايستلو وروسته د متحدو ايالتونو د تگلارې په اړه وويل، واشنګټن هېڅكله افغانستان د چا لاس ته نه سپاري، بلكې سياست به يې بدل او پر بشري مرستو به متمركز شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تراوسه د طالبانو له استازو سره پنځه وارې خبرې كړي او ټاكل شوې په راتلونكو څو ورځو كې ورسره شپږم پړاو مذاكرات پيل كړي.


