ads

كرزى: د مذاكرې له لارې د افغان سولې لپاره هڅې بايد ونه درول شي

پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى ټينګار كوي، چې د مذاكرې له لارې د افغان سولې لپاره هڅې بايد ونه درول شي، حتى كه د افغانستان حكومت له طالبانو سره د سولې په خبرو كې ګډون هم ونه كړي.

نویسنده: mayar
16 وری 1398
كرزى: د مذاكرې له لارې د افغان سولې لپاره هڅې بايد ونه درول شي
Afghan President Hamid Karzai takes a question during a press conference with the U.S. Sen. John Kerry, D-Mass and Kai Eide, head of the United Nations Assistance Mission in Afghanistan, unseen, in Kabul, Afghanistan on Tuesday, Oct. 20, 2009. Afghanistan's election commission today ordered a Nov. 7 runoff in the disputed presidential poll after a fraud investigation dropped incumbent Hamid Karzai's votes below 50 percent of the total. Karzai accepted the finding and agreed to a second round vote. (AP Photo/Musadeq Sadeq) Original Filename: Afghanistan_Election_KAB122.jpg

پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى ټينګار كوي، چې د مذاكرې له لارې د افغان سولې لپاره هڅې بايد ونه درول شي، حتى كه د افغانستان حكومت له طالبانو سره د سولې په خبرو كې ګډون هم ونه كړي.
هغه په خپله تازه مركه كې ويلي، له طالبانو سره وروستي مذاكرات سولې ته د رسېدو په هدف يوه ملي هڅه وه او د افغان حكومت د نه ګډون له كبله د دغه بهير درول به جرم او تېروتنه وي.
كرزى وايي، چمتو دى، چې بيا هم د طالبانو له استازو سره خبرې وكړي، حتى كه بيا هم د افغانستان حكومت په كې ګډون ونه لري.
د ده په وينا، كه د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ په راتلونكي پړاو مذاكراتو كې د ګډون بلنه وركړل شي، نو په كې به برخه واخلي.
په پام كې ده، چې روانه ميلادي مياشت په قطر كې ځينې افغان سياستوال د طالبانو له استازو سره د دوهم ځل لپاره وګوري.
د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ ليدنه په روسيه كې وشوه، خو افغان حكومت د افغانستان د سولې لپاره ګټوره ياده نه كړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA