د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د يوې خبري ناستې په مهال د کرکټ لوبې درې واړو جوړښتونو ته نوي لوبډلمشران او مرستيال لوبډلمشران معرفي کړل.
د يادې كمېټې مشر دولت احمدزي وويل، د يو ورځنيو لوبو لپاره ګلبدين نايب د لوبډلمشر او راشد خان د مرستيال لوبډلمشر، د ۲۰ اوريزو لوبو لپاره راشد خان د لوبډلمشر او شفيق الله شفق د مرستيال لوبډلمشر او د ټېسټ يا پنځه ورځنيو لوبو لپاره رحمت شاه د لوبډلمشر او حشمت الله شهيدي د مرستيال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوي دي.
هغه د جنوبي افريقا د تمريني کمپ لپاره ۲۳ کسيزه لوبډله هم اعلان کړه، چې له منځه به يې د كركټ د سږني نړيوال جام سياليو ته ۱۵ کسيزه لوبډله غوره شي.
بايد وويل شي، چې افغان لوبډله به په جنوبي افريقا كې تر ۱۰ ورځني تمرين وروسته شپږ تمريني لوبې هم ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


